IQNA

په عراق كښې امام علی(ع) سره منسوب قران ښودل

11:46 - October 23, 2009
د خبر لمبر: 1840303
نړيواله ډله: د قران مجيد د خطی نسخو اود پيغمبر(ص) د حديثونو نندارتون د حضرت اميرالمؤمنين سره د يوې منسوبې نسخې سره د خطی نسخو د ملی مركز په مرسته د تلی د مياشتې په 27 نیټه د عراق په بغداد ښار كښې شورو شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «egynews»، اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، په دې نندارتون كښې له 120 نه زياتې د قران خطی نسخې او همدارنګ د پيغمبر(ص) حديثونه چې له لومړۍ پیړۍ تر شيلمې پیړۍ پورې دی د مينه والو لپاره د نندارې لپاره ایښې شوی دی.

همدارنګ په دې نندارتون كښې ځينې بې نظيرې نسخې د قران د تفسير او بيلا بيلو علمونو په هكله ليكلی شوی دی لكه د شيخ طوسی «استبصار» ، د كلينی «الكافی» ، د بيضاوی «غريب البيان فی التفسير» و «انوار التنزيل و اسرار التاويل» هم پكښې ایښی شوی دی.
481906
captcha