IQNA

11:45 - October 23, 2009
د خبر لمبر: 1840537

په بيروت كې د جوماتونو امامانو ناسته تر سره شوه

علم و تفكر ډله: د لبنان په پلازمينې بيروت كې د جوماتونو امامانو يوه ناسته تر سره شوه چې پكښې د سنيانو مفتی محمد رشيد قبانی هم ګډون وكړ.

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د بيروت په دارلافتاء نومې ځای كې تر سره شوې دې ناستې كې د دارالافتاء ستر منشی ښاغلی شيخ امين الكردی او د بيروت د اوقافو او اسلامی چارو مشر ښاغلی شيخ محمد جويدی هم ګډون وكړ
په دې ناسته كې په اولس او كورنۍ كې د جوماتونو رول، په ټولنه كې د دې عبادی ځای اهميت او په جوماتونوكې د امامانو اوونيزې ناستو په تر سره كولو ټينګار وكړ
482034
captcha