IQNA

د اسلامی شريعت په بنياد د افغان قومی بانك افتتاح شو

11:43 - October 23, 2009
د خبر لمبر: 1840539
سياسی او ټولنيزه ډله: اسلامی شريعت په بنياد د افغان قومی بانك د ميلادی كال د اكتوبر مياشتې په 21 نیټه افتتاح وشوه
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا)د افغانستان د څانګې د يو راپور پر اساس، په دې بانك كې راټولې شوې پيسو سره اقتصادی منصوبې شورو كولې شی او د اسلامی احكامو او شرعی قوانينو پر اساس د دې ګټه به خلكو ته وركولې شی
د افغان قومی بانك منيجر ښاغلی خان افضل د دې څانګې د افتتاح په مراسمو كې وويل چې د شتمنو او تاجرانو په دې طريقه به حوصله افزايی كیږی چې هغوې بې له سوده دې بانك سره معاملې تر سره كړی
او د هيواد او ټولنې په پرمختګ كې ښه رول ولوبوی .
د افغانستان د مالی چارو مخكښنۍ وزير انور الحق احدی د اسلامی بانكدارۍ ځانګړتياوې په بيانولو سره وويل چې دا ډول بانكدارې نه يوازې دا چې په اسلامی هيوادونو كې پراخه ده بلكې غير اسلامی هيوادونو هم دا ټاكلی دی
د دې مراسموپه پاې كې یې په دې بانك كې كاركوونكو ته ډالۍ هم وركړی
481994
captcha