IQNA

د تهران د جمعی خطيب: د اسلام دښمنانو د اسلامی امت وحدت او امنيت په نښه كړی دی

8:57 - October 24, 2009
د خبر لمبر: 1840668
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب حجته الاسلام والمسلمين كاظم صديقی نن د تهران د جمعې لمانځه په خطبو كې په سيستان او بلوچستان كې د يوشمير قوماندانانو او سپين ګيرو شيعه او سنی مشرانو شهادت ته پهّ اشارې سره زياته كړه ، دښمنان تل هڅه كوی ملت وويشی
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب حجته الاسلام والمسلمين كاظم صديقی نن د تهران د جمعې لمانځه په خطبو كې په سيستان او بلوچستان كې د يوشمير قوماندانانو او سپين ګيرو شيعه او سنی مشرانو شهادت ته پهّ اشارې سره زياته كړه، دښمنان تل هڅه كوی ملت وويشی او امنیّت له مينځه يوسی . د تهران د جمعی خطيب د اسلامی نظام مخالفانو ته په خبرداری سره ووئيل ، د شيعه او سنی ، او يا د بلوچ او فارس ترمينځ درز رامينځته كول، د ملت په هوډ كې هیڅ خنډ نه شی راوستلی او د سپاه پاسدارانو د قوماندانانو او نورو بې ګناه خلكو شهادت به د انسجام او ویښتيا سبب شی .
حجته الاسلام والمسلمين كاظم صديقی ټينګار وكړ د ايران اسلامی جمهوريت خورا كرار هيواد دی او په دغه هيواد كې اسلامی حكومت د اسلام د پيغمبر حكومت ته ګرځی چې د حضرت امام خمينی په رهبرۍ سره وتوانيد په ټولو اړخونو كې لوړ الوت وكړی
482706
captcha