IQNA

8:58 - October 24, 2009
د خبر لمبر: 1840702

په قرقيزستان كښې د قرانی مؤسسو د مشرانو او معلمانو ناسته ترسره كیږی

نړيواله ډله: د ايسسكو د اسلام كلتور، علمونو او ښوونې سازمان او د قران د حفظ د نړيوال انجمن او د قرقيزستان د مسلمانانو د مذهبی چارو د ادارې په مرسته د قران سيميزه ناسته د لړم د مياشتې له 4 تر 8 نیټې پورې په د قرقيزستان په پلازمينې بيشك كښې ترسره كیږی.

د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له ISESCO یې نقلوی، دا ناسته په 25 كسانو چې پكښې د قرقيزستان، تاتارستان، قزاقستان، ازبكستان و تاجيكستان قرانی متخصصان، كارپوهان او د قرانی مدرسو مشران ګډون كوی په دې غرض ترسره كیږی چې د قرانی چارو لپاره يوه برنامه ريزی وشی او په دې لړ كښې پراختيا، پرلټڼه او په اسلامی قرانی مؤسسو باندې نظارت وشی.

همدارنګ په دې ناستې كښې ګډون كوونكی د قران د زده كړې په بيلا بيلو طريقو لكه كتاب، اينټرنیټ، سی ډی او فلمونو باندې هم خبرې اترې كوی.
482596
captcha