IQNA

د پاكستان له مقاماتو سره د ايران د كورنيو چارو د وزير كتنې

7:54 - October 27, 2009
د خبر لمبر: 1841687
سياسی ډله:د ايران د اسلامی جمهوريت د كورنيو چارو وزير مصطفی محمد نجار وويل چې تهران او اسلام اباد له ترهګرۍ سره د مبارزې په زمينه كښې ښو موافقو ته رسيدلی دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د كورنيو چارو وزير چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په زمينه كښې د پاكستان او ايران په ملګرتياو د غور لپاره د جمعې په روځ اسلام اباد ته تللی پرون د پاكستان له لومړی وزير يوسف رضا ګيلانی سره په كتنې كښې د دواړو هيوادونو په سرحدونو كښې د عبدالمالكی ریګی ترهګرې ډلكۍ جنايتكارانه اقدامات د پاكستان او ايران په اړيكو دروند سيوری وباله.
د ايران د كورنيو چارو وزير مصطفی محمد نجار ډاګينه كړه د ریګی ډلګۍ د ترهګرو فعاليتونو په جرړه ايستلو سره به د دواړو هيوادونو د اړيكو د سرو زرو پړاو پيل شی.
د پاكستان لومړی وزير يوسف رضا ګيلانی هم ټينګار وكړ د اسلام اباد حكومت اجازه نه وركوی ورانكار عناصر د دغه هيواد له خاورې د ترهګرو اقداماتو لپاره كار واخلی.
د پاكستان لومړی وزير يوسف رضا ګيلانی په پاكستان كښې د ترهګرۍ او د سرزورۍ نوی څپې ته په اشارې سره د ګډو سرحدونو د امنيت د تامينولو لپاره د اسلام اباد او تهران د ملګرتياو د زياتيدا غوښتنه وكړه .
د ايران په جنوب ختیځ كښې په سيستان او بلوچستان ولايت كښې په پشين سيمه كښې د قبايلی مشرانو او د سپاه پاسداران د غونډې په وخت چې د اكتوبر په اتلسمه نیټه وشوه په يوې ترهګرې بم چاودنې كښې چې د ریګی ډلې يوه غړی وكړه د سپاه پاسداران او د پوليسو د يو شمير لوړرتبه مقامات او دغه راز د سيمې شيعه او سنی مشران او دغه راز عادی خلك چې د اسلامی مذهبونو د وحدت په زمينه كښې په غونډې كښې یې ګډون كړی ووشهيدان كړل.
د ریګی ترهګرې ډلګۍ د دغه څاروی ډوله بم چاودنې مسوليت په غاړه اخستی دی.
د پاكستان د كورنيو چارو وزير ادعا وكړه چې د ریګی ترهګرې ډلګۍ مشر عبدالمالك ریګی په پاكستان كښې نشته بلكې هغه په افغانستان كښې دی.
د افغانستان حكومت دغه ادعا دورغ وبلله او په پاكستان كښې د ریګی د شتون په هكله یې د ايران د اسلامی جمهوريت سندونه تاييد كړل.
د ايران د كورنيو چارو د وزير په وينا پاكستان ته د ریګی د ترهګرې ډلې د مشر عبدالمالكی ریګی د تګ راتګ په هكله د نه پټيدا وړ مدركونو او سندونو ته په پام سره تهران هيله لری د اسلام اباد مقامات زر د عبدالمالكی او د دغه ډلې د نورو غړيو د نيولو او ايران ته د هغوې د سپارلو اقدام وكړی .
482952
captcha