IQNA

د افغانستان په پلازمينې كابل كې، محصلينو د قران پاك سپكاوی وغانده

7:53 - October 27, 2009
د خبر لمبر: 1841688
سياسی او ټولنيزه ډله: د كابل پوهنتون په زرگونو محصلينو په وردګ ولايت كې بهرنيو ځواكونو لخوا د قران پاك د سپكاوی په اعتراض كښې لاريون وكړ.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د دغه خبر له مخې دغو محصلينو د امريكايی عسكرو لخوا قرآن ته سپكاوی كلكم وغانده او له افغانستان څخه یې د نيواكګرو عسكرو د وتلو غوښتنه وكړه .
د كابل پوهنتونو ځوانو لاريون كونكو ((مړه دی وی كافران، امريكايان او ژوندى دی وی اسلام)) شعارونه وركول.
لاريون له كابل پوهنتونه پيل او د افغانستان د پارلمان يا ملی شورا مخې ته ورسيد.
مظاهره كونكو محصلينو پر تنديو د الله اكبر (لا اله الله )) او د جهاد لپاره تر مرګه د تياری شعارونه په څيرونو او ټوكرانو تړل شوی وو ..
ترې وړاندی د ننګرهار، خوست او كندهار د پوهنتونونو محصلينو او د وردګو د ولايت اوسيدونكو هم لاريونونه كړی وو.
483680
captcha