د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، حجتالاسلام و المسلمين «سيدعباس رضوی»، په دې ناسته كښې وويل: د دينی حوزو د شورو كيدو تاريخ د پيغمبر(ص) زمانې ته ګرځی ځكه چې د پيغمبر(ص) كار د وحی بيانول، د دين تبليغ، فيصلې كول او د شرعی حكمونو جاری كول وو.