د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، د اسلامی انقلاب سترلارښود حضرت آيت الله خامنه ای نن په تهران كې دايران له سلګونو علمی او فرهنګی شخصيتونو سره په كتنه كې دغه راز دايران دملت دسيسې يونه انكاريدونكو واقيعت وباله او جوته ېې كړه نن سبا اسلامی نظام ، دنړۍ دامنيتی ،سياسی او رسندویې قدرتونو له هراړخيز ،دوامدار او بې مخينې تير ی په وړاندې دمقاومت له امله يو ډول خونديتوب ترلاسه كړی دی .
درهبرۍ ستر مقام په دوام كې له انتخاباتو وروسته پیښو ته په اشارې سره وويل كه څوك دانتخاباتو اصل ترپوښتنې لاندې راولی لوی جرم به ېې كړی وی هغوی دغو جرمونو ته دځينو پر بې پامۍ په نيوكې سره وويل دانتخاباتو په سبا ځينو له استدلال او دليل پرته انتخابات ستر دروغ وبلل آيا دالږ جرم دی .
هغوی وفرمايل دښمن هم له دې بې انصافۍډيره ګټه پورته كړه اوپه داخل كې هم ځينو كسانو چې له پيله له اسلامی نظام سره موافق نه وو دنظام دځينو عناصرو په ډايركټرۍ او لارښونو فرصت غنيمت وباله او دغه پیښې رامنځته شوې .
داسلامی انقلاب ستر لارښود دخپلو خبرو په بلې برخې كې علم او تحقيق دهر هيواد ځواكمنتيا او پرمختګ راز وباله او ډاګينه ېې كړه پرديو ددې مسلې په درك كولو سره پوهنتونی چاپريال په نښه كړ اودسيسې ېې ورته جوړې كړې چې په هره ممكنه بڼه چې وی دعلمی فعاليتونو په بهير كې خنډ رامنځته كړی .
حضرت ايت الله خامنه ای دايران اوسنی پرمختګ دتيرووختونو دپلانونو او روانو هڅونتيجه وبلله او زياته ېې كړه :
دځوانانو داندونو په تل كې دينې مفاهيمو او سياسی ليدتوګې اغشلتيا ددې ښودنه كوی چې اوسنی ځوان نسل څوك نه شی درولی او دغه حقيقت دپرمختګ د دوام ضمانت كوی .
484873