IQNA

8:57 - November 01, 2009
د خبر لمبر: 1842459

"اسلام او لويدیځ، د راتلونكی وخت په لور ګډون" نړيوال سمينار په بيلجيم كښې ترسره كیږی

نړيواله ډله: "اسلام او لويدیځ، د راتلونكی وخت په لور ګډون" نړيوال سمينار د لړم د مياشتې په 19 او 20 نیټه د بيلجيم په لويدیځ بروكسل ښار كښې ترسره كیږی

د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له "المسلم" اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دا سمينار د دينونو تر مينځ د عيسايانو د ملايانو د شورا، د اسلامی كانفرنس د سازمان، د پراختيا د اسلامی بانك، د الازهر د پوهنتون، د پيرس د اسلامی مركز، د انګلينډ د اكسفورډ د اسلامی څیړونو د مركز، د نړيوال اسلامی انجمن او د خبرو اترو لپاره اسلامی نړيوالې شورا په مرسته ترسره كیږی.

په دې سمينار كښې د الجزاير، جرمنی، عربستان، فلسطين، جنوبی آفريقې، بنگلديش، بيلجيم، برازيل، كامرون، كينیډا، ساحل عاج، امارات، آمريكه، سپين، فرانس، مليشيا، لويدیځ، موريتانی، نيجريه، پاكستان، ازبكستان، هالينډ، فلپاين، مصر، انګلينډ، سنگال، سنگاپور، سويزرلينډ، تونس او تركیې د مؤسساتو او اسلامی سازمانونو غړی ګډون كوی.
484641
captcha