د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، چې د افغانستان د څانګې له خبری اژانس صدای افغان یې نقلوی، د هيواد د حج او اوقافو د وزارت مشاور ښاغلی حجت الاسلام والمسلمين محمدعارف رحمانی په دې پروګرام كښې د معصومو امامانو او په بيله توګه د امام رضا عليه السلام زوكړه لمانځل او قدرونه يو ضرورت وګاڼه.
په دې پروګرام كښې شاعرانو شعرونو وويل او مدحې یې وكړې، د دې پروګرام د ترسره كولو مشر او د كابل د جامعه القران كريم مشر حاج عباس حسن زاده د دې پروګرام غرض، ځوانان د امامانو له سيرته خبرول بيان كړل.
د پروګرام په اخر كښې د شيعو د عالمانود عالی شورا مشر او د خاتم النبيين مدرسې بنسټګر حضرت آيت الله العظمی محسنی دعا وكړه.
485304