د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له رهبرۍ ستر مقام له اطلاع رسولو مركز یې نقلوی د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای په دغه پيغام كښې چې د قم د جمعی لمانځه امام حجت الاسلام سيد محمد سعيددی هغه ولوسته همدغه راز د ځوانانو په نامه د لمانځه د سږكال د غونډی نومول يو رغنده ګام او د فيض دغې سرچينې ته د سم نظر له بركته وباله .
د رهبرۍ د ستر مقام په پيغام كښې راغلی دی د لمانځه او ذكر له هغه تاندوالې او خلوص سره د ځوانانو بلديدل هغوئ او راتلونكې ته ستر خدمت دی چې بايد په توانمن ، هوډمن او ځوانو لاسونو سره وشی .
487681