IQNA

9:40 - November 06, 2009
د خبر لمبر: 1845150

حج په مناسبت د ستر لارښود خامنه ای پيغام: قران پاك ټول مسلمانان له مشركانو بيزارۍ ته بلی

د 1414 لیږديز كال د حج په مناسبت د اسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای پيغام

د 1414 لیږديز كال د حج په مناسبت د اسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای پيغام

بسم الله الر حمن الر حيم

د وحی ټاټوبی يو ځل بيا ګڼ شمير مومنان په خپلې كلنۍ ميلمستيا كې راغونډ كړی دی. نن د نړۍ له ګوټ ګوټه راغلې مينان د اسلام او قران په زیږنځای كې په مناسكو لګيا دی چې په هغو كې تدبر ، انسانيت ته د اسلام او قران د تل پاتې درس يوه بيلګه ښيی او پخپله د دغه درس د پلی كولو لپاره سمبوليك ګامونه ګڼل كیږی .
د دغه لوی درس هدف د انسان ابدی كاميابی او سرلوړی او لاره یې د صالحو انسانانو او صالحې ټولنې جوړيدل دی هغه انسان چې په زړه او عمل كې د يوازينی خدای عبادت وكړی او ځان له اخلاقی ككړتياوو شرك او انحرافی هوسونو پاك كړی؛ او داسې ټولنه چې د هغه په جوړښت كې عدالت ، پت ، ايمان ،تاندوالی او د ژوند او پرمختګ ټولې نښې په كار واچول شی .
د حج په فريضې كې د دغه فردی او ټولنيزې روزنې اصلی توكی ځای كړی شوې دی له احرامه او له فردی تشخصاتو له راوتلو او د ډيرو خوندونو او نفسانی غوښتنو له پریښودلو واخله تر د توحيد د بيلګې ګير چاپيره طواف ، د بت شكن او سرښندونكی ابراهيم په مقام كې تر لمانځه پورې او د دوو غرونو په مينځ كې له له زغاستې واخله بيا له هر رنګ او هر توكمه د راغونډو شويو خلكو په بې پايه سمندر كې د عرفې په ميدان كې د كرار تر موندلو او په مشعرالحرام كې په ذكر او نياز سره د شپې د يوې شيبې تر تيرولو پورې او بيا د دغه ګڼو خلكو له شتون سره سره له خدای سره د هر يو زړه جدا جدا مينه او انس او بيا منی ته ورتګ او د شيطان د سمبولونو ويشتل او هاله د قربانۍ د معنا داره فريضې تجسم او بيوزلو او لارويانو ته اطعام ټول او ټول زده كړه ، مشق او تذكر دی .
له دغه بشپړې ټولګې كې له يوې خوا اخلاص او مينه او له مادی مشغولياتو زړه شلول له بل پلوه كوشش او زيار او پايداری ، له يوه اړخه له خالق سره خلوت او مينه او له بل پلوه له مخلوق سره يو والی او يورنګ والی ، له يوه اړخه د زړه او روح آراستګی او له بلې خوا د لوی مسلمان امت له تنې سره يو ځای كيدل ، له يو پلوه د حق په در ګاه كې خشوع او له بل لوری د باطل په وړاندې دريدنه او لنډه دا چې له يوې خوا د آخرت په ماحول كې الوت او له بل اړخه د دنيا د پسلولو لپاره كلك هوډ ټول له يو بل سره اخښل شوی او په يو ځای یې تعليم او مشق كیږی .( و منهم من يقول ربنا آتنا فی الدنيا حسنة و فی الآخرة حسنة و قنا عذاب النار)
او په دې توګه ده چې كعبه شريفه او د حج دستورې د بشری ټولنو د قيام او پایښت تومنه او د انسانانو لپاره دپريمانه ګټې او فايدې وسيلې دی .( جعل الله الكعبة البيت الحرام قياما للناس ) ( وليشهدوا منافع لهم و يذكروا اسم الله فی ايام معلومات)
د هر هيواد او هر توكم مسلمانان بايد نن تر هر وخته زيات د دغه لویې فريضۍ په قدر پوه شی او استفاده ترې وكړی؛ ځكه چې د اسلامی امت د سترګو په وړاندې نن تر بل هر وخت زيات روښانه افق او د هغو هدفونو چې اسلام د يو وګړی او مسلمانې ټولنې لپاره انځور كړې دی هيله تر بل هر وخته زياته ده . كه اسلامی امت په تيرو دوو پیړيو كې د لويدیځ د مادی هڅوب او د ښی او كیڼ لاس د الحادی مكتبونوپه وړاندې له كمزورۍ خوارۍ او تيت وپركتياسره مخ وه نو اوس په پينځلسمې هجری پیړۍ كې دا د لويدیځ سياسی او اقتصادی مكتبونه دی چې په خټه كې ښخ او له كمزورۍ شیړيدو او شرميدو سره مخ دی .او اسلام د مسلمانانو په بيدارۍ او د ځان په پيژندلو او د توحيدی افكارو او د عدالت او معنويت د منطق په مطرح كيدو سره د خپل عزت او غوړيدو نوی پړاو پيل كړ ی دی .
هغه كسان چې په همدې نزدې وختونو كې یې د نااميدۍ خبرې كولې او نه يوازې اسلام او مسلمانان بلكه دمعنويت او ديندارۍ بنياد یې د لويدیځ تمدن د هڅوب په وړاندې له لاسه تللی انګيره ، نن د اسلام د بيرغ رپيدا او د قران او اسلام نوی ژوند او په مقابل كې د يرغلګرو تدريجی ځوړتيا د سر په سترګو وينی .او په زړه او ژبه یې تصديق كوی .
زه په پوره ډاډ سره وايم چې دا خو لا پيل دی ، او د الهی وعدې بشپړ تحقق يعنې پر باطل د حق كاميابی او د قرآنی امت او نوې اسلامی تمدن رغښت راروان دی .
( وعد الله الذين آمنوا منكم و عملوا الصالحات ليستخلفنهم فی الارض كما استخلف الذين من قبلهم و ليمكنن لهم دينهم الذی ارتضی لهم وليبدلنهم من بعد خوفهم امنا يعبدوننی لا يشركون بی شيئا و من كفر بعد ذالك فاولئك هم الفاسقون)
د خدای د دغه وعدې چې خلاف یې ممكن نه دی يوه نښه په لومړۍ او مهمې مرحلې كې په ايران كې داسلامی انقلاب كاميابی او د اسلام نظام د سترې ودانۍ جوړښت و چې ايران یې د اسلامی تمدن او واكمنۍ د مفكورې لپاره په يوې پياوړې اډې بدل كړ ددغه اعجاز ډوله ښكارندې پيدایښت هغه هم د مادیګرۍ په جنجال او شورماشور او له اسلام سره د كیڼ او ښی لوری دسياسيی او فكری مخالفتونو په اوج كې ، او بيا له هر لوری د سياسی پوځی اقتصادی او تبليغاتی ګوذارونو په وړاندې د هغه مقاومت او پياوړتيا په اسلامی نړۍ كې نوی روح پو كړ اوپه زړونو كې یې نوې جذبه پيدا كړه .هر څومره چې وخت تيرشو دخدای په كمك او مدد سره دا استحكام نور هم زيات شوی او دا هيله نوره هم عځيدلې ده .
په هغو ديرشو كلونو كې چې له انقلابه تيریږی مينځنی ختیځ اود آسيا ا فريقا مسلمان هيوادونه د دغه ګډې بريا صحنې دی فلسطين اسلامی انتفاضه او د فلسطين د مسلمان حكومت جوړيدل ،لبنان او په خونړی او كبرجن صهيونيسټ رژيم د اسلامی مقاومت او حزب الله تاريخی بری، عراق او د صدام د ديكتاتور او ملحد رژيم په كنډوالو د مسلمان او ولسی دولت رغيدل ، افغانستان او د كميونيسټو نيواكګرو او د هغوی د لاس پوڅو شرموونكی ذلت ، په مينځنی ختیځ د ولكې لپاره د امريكا دټولو استكباری طرحو ماته او ناكامی ، په صهيونيسټ رژيم كې دننه مصيبتونه او لاعلاجه ګډوډۍ ، د سيمې په ټولو يا زياترو هيوادونو په تيره بيا په ځوانانو او روڼ اندو كې د اسلام غوښتنې د څپې زياتوالی ، له اقتصادی بايكاټونو سره سره په اسلامی ايران كې د ساينس او ټيكنالوجۍ په برخه كې هیښنده پرمختګونه ، د امريكا په سياسی او اقتصادی ډګرونو كې د جګړه مارو ماته ، په ډيرو لويدیځو هيوادونو كې په مسلمانو لږكيو كې د ځان د پيژندلو او تشخص احساس دا ټولې په پينځلسمې هجری پیړۍ كې له دښمنانو سره په ګډې مقابلې كې د اسلام د كاميابۍ او پرمختګ اوڅاره نښې دی .
ای زما ورڼو او خويندو! دا كاميابۍ له يوې مخې د جهاد ( كوشش) او اخلاص ميوه ده . كله چې دخدای غږ د هغه د بندګانو له مرۍ غوږونو ته ورسيده ؛ هغه وخت چې د حق د لارې د مجاهدانو همت او ځواك ميدان ته راغی او كله چې مسلمانانو له خدای سره په كړې وعدې عمل وكړ علی قدير خدای هم خپله وعده پوره كړه او د تاريخ لوری بدل شو ( اوفوا بعهدی اوف بعهدكم) ( ان تنصر والله ينصركم و يثبت اقدامكم) (ولينصرن الله من ينصره ان الله لقوی عزيز ) ( انا لننصر رسلنا و الذين آمنوا فی الحياة الدنيا و يوم يقوم الاشهاد)
دا لا د لارې پيل دی .مسلمانو ولسونو ته لا په لارې كې سخت ګږليچونه پراته دی . له دغو كږليچونو تيريدل هم بې له ايمان ، اخلاص ، اميد ، جهاد او بې له بصيرت او صبره ممكن نه دی . په نهيلۍ او منفی سوچونو په بې پروایۍ او بې همتۍ او په بې صبرۍ او وارخطایۍ يا دخدای د وعدې په پوره كيدو په بدګمانۍ سره دغه لاره نه شی وهل كيدی .
ژوبل شوی دښمن نن په ټول توان سره ميدان ته رادانګلی دی راوبه دانګی مونږ بايد هوښيار ،عقلمند . میړنی او فرصت شناسه ووسو؛ كه داسې مو وكړل نو ددشمن ټول كوششونه به ناكامه شی .په دغو ديرشو كلونو كې دشمن په تيره بيا امريكا او صهيونزم په خپل ټول وس او زور سره په ميدان كې وو خو ماته یې وخوړله په راتلونكی كې به هم داسې وی انشاء الله.
د دښمن لخوا ډير زور وهل غالبا د كمزورۍ او بې تدبيرۍ نښه ده د فلسطين او عزې ميدان ته وګورئ. په عزې كې د دښمن بيرحمانه او وحشيانه كارونه چې ساری یې د انسانيت په تاريخ كې كم تر سترګو كیږی دهغو میړنيو سړيو ښځو ځوانانو او كمكيانو په پياوړې ارادې د بريالی كيدو لپاره د دښمن د كمزورۍ نښه ده . هغه ولس چې په خالی لاسونو سره د غاصب رژيم او دهغه د ملاتړې يعنې زبر ځواك امريكا په وړاندې ولاړ دی او دهغوی غوښتنه یې چې دحماس له دولته د مخ اړول او ورسره مخالف دی تر پښو لاندې كړې ده . د خدای سلام دې وی په هغه لوی او ټنیګ ولس .دغزې خلكو او د حماس حكومت دقران دغه تل پاتې ايتونو ته معنا وروبخښله چې فرمايی:
( ولنبلونكم بشئی من الخوف والجوع نقص من الاموال والانفس والثمرات وبشر الصابرين » « الذين ا ذا اصابتهم مصيبة قالوا انا لله و انا اليه راجعون» « اولئك عليهم صلوات من ربهم و رحمة و اولئك هم المهتدون» « و لتبلون فی اموالكم و انفسكم و لتسمعن من الذين اوتوا الكتاب من قبلكم و من الذين اشركوا اذی كثيرا و ان تصبروا و تتقوا فان ذالك من عزم الامور»
د حق او باطل په دغه معركه كې آخری بريالی بې له حقه بل څوك نه دی .او دا د فلسطين مظلوم او صبور ولس دی چې اخر به په دښمن بريالی كیږی. « وكان الله قويا عزيزا»
همدانن هم د فلسطين د ولس د مقاومت په ماتولو كې پر ناكامۍ سربيره په سياسی ډګر كې هم د ازادۍ ولسواكۍ او بشری حقوقو د پلوی توب د شعارونو په دورغ ثابتيدو سره د امريكا د رژيم او د ډيرو اروپايی رژيمونو سخته بې شرمی شوې ده چې دومره زر نه شی جبرانيدی . بې شرمه صهيونيسټ رژيم هم تر بل هر وخته زيات تور مخی او ځينې عربی رژيمونه هم په دغه عجيبه ازمیښت كې د خپلې له لاسه وركړې آبرو د پاتې برخې بايلونكی دی .
وسيعلم الذين ظلموا ای منقلب ينقلبون . والسلام علی عباده الله الصالحين.
والسّلام على جميع عباداللَّه الصالحين - څلورمه ذيحجة الحرام 1414 برابر دی د 25 ارديبهشت 1373 - سيد علی حسينی خامنه ای
487197
captcha