د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ايت ا... خاتمی په ايران كې د نرم جنګ او وران كارۍ لپاره د امريكا حكو مت وروستی ۵۵ ميليون ډالری بل ته په اشارې سره د امريكا د ولسمشر باراك اوبا ما بيا نيه چې د ايران په داخلی چارو په تيره بيا د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته په پیښو كې یې لاسوهنه رد كړی ده ، ستر دروغ وبلل .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب همداراز د تهران د تحقيقاتی ريكټر د سونګو د تامينولو او د ايران د ایټمی پروګرام په اړه د لويدیځ او ايران د خبر و اترو په اړه د لويدیځ له لوری د باور جوړونې د ضرورت يادونه وكړه او جوته یې كړه چې كه د ایټمی حقوقو پر اسا س د ايران د اړتيا وړ سونګ تا مين نشی نو د ايران ایټمی ټيكنا لو جې پو هان توان لری چې دغه سونګ تو ليد او تا مين كړی .
ايت ا... خا تمی د خپلو خبرو په بلې بر خې كې د عربستان د مفتی وروستۍ خبر ې چې له مشر كينو یې برايت د حج په دستورو كې بدعت بللې وو ،د قرانی مستنداتو په وړاندې كو لو سره رد كړ اوزياته یې كړه دغه دستورې په قران كريم او د رسول ا... مبا رك په سيرت كې جرړه لری .
د تهران د جمعې لما نځه خطيب په دوام كې په غزې كې د صيهو نيسټ رژيم د جنا يتو نو په اړه د ګلډسټون په راپور مشهور د ملګرو ملتو د حقيقت معلو مو نكی كميتۍ راپور ته په اشا رې سره د ملګرو ملتو په امنيت شورا كې د دغه راپور له تعقيبو لو سره د لو يدیځو هيوادو نو مخا لفتو نه په اوسنی وضيعت كې د ملګرو ملتو د نا كا رندوالی نښه وبلله
488430