IQNA

13:35 - November 07, 2009
د خبر لمبر: 1845343

فلسطين مسله د لبنان او د ايران د اسلامی جمهوريت تر مينځ د يووالی او اتحاد سبب دی

د تفكر او نظر ډله: د لبنان د جبل عامل د عالمانو د تنظيم مشر ښاغلی شيخ عفيف نابلسی له حوزه علميه قم نه لیږلی شوی رسندويی پلاوی سره په كتنی كې وويل چې د فلسطين مسله د لبنان او د ايران د اسلامی جمهوريت تر مينځ د يووالی او اتحاد سبب دی

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د لبنان د څانګی د يو راپور پر اساس، د لبنان د جبل عامل د عالمانو د تنظيم مشر ښاغلی شيخ عفيف نابلسی په دې كتنی كې د لبنان د قومی يووالی په اړه د ايران دریځ قدرونه كولو سره وويل چې ايران سره زمونږ اتحاد يوازې د مذهبې مشتركاتو په وجه نه دی بلكې د حقيقت په پيژندلو باندې ايمان، د فلسطين د لانجې دفاع او د دواړو هيوادونو د ټولی دنيا د مظلومو ملاتړ نتيجه دی
د لبنان د جبل عامل د عالمانو د تنظيم مشر ښاغلی شيخ عفيف نابلسی زياته كړه چې د فلسطين د ټولنی مسله او اسراييل حكومت مقابلی كې د اسلامی مجاهدينو ملاتړ د دواړو هيوادونو د اړيكو د له زياتيدا او ټنګتيا سبب ګرځيدلی دی
488020
captcha