IQNA

"اسلامی فلسفہ او د اوسنۍ دنيا ګواښونه"په موضوع نړيوال سيمينار تر سره كیږی

16:44 - November 11, 2009
د خبر لمبر: 1847613
نړيواله ډله: د روانې ميلادی مياشتې په لسمه نیټه د "اسلامی فلسفہ او د اوسنۍ دنيا ګواښونه"په موضوع نړيوال سيمينار تر سره كیږی چې پكښې د نړۍ دولس هيوادونو استازې ګډون كوی
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اسلامی كلتور او اړيكو انجمن د عمومې څانګې یې نقلوی چې د اسلامی كلتور او رواْبطو انجمن مشر او د ايران د ولسمشر سلاكار مهدی مصطفوی په ګډون سره ترسره كيدونكی دغه سيمينار كې د نائيجيريا، هندوستان، جاپان، انډونيشيا، تاجيكستان، قزاقستان، بنګله ديش، امريكہ، تركی، لبنان، پاكستان او جرمنی هيوادونو نږدې څلویښت علمی شخصيتونه په دې سيمنيار كې ګډون كوی
په تهران او همدان كې د ايران د حكمت او فلسفی تحقيقی انسټیټيوټ لخوا تر سره كيدونكی دغه سيمينار به څلور ورځې دوام ولری
د دې سيمينار افتتاحی مراسم به د ميلادې مياشتې په لسمه نیټه د تهران په سيمرغ هوټل كې تر سر كیږی.
489568
captcha