د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د حج په اړه څوكاله وړاندې د اسلامی انقلاب ستر لارښود ايت الله خامنه ا ی د وينا متن لاندې دی
(سلام د خداى د كور پر زايرانو، د دوست د سرای پر ميلمنو او دهغۀ بلنې ته په لبيك ويونكو .... او ځانګړې سلامونه دې وی پر هغو زړونو چې د خداى په ياد تازه شوی او د هغه بې پايه رحمت او فضل ته یې لاره پرانستې ده . په دغه اكسير ډوله شيبو، شپو او ورځو كې څومره زيات دی هغه كسان چې په قدر پيژندنې سره یې ځانونه د معنويت جذبې ته وسپارل او په توبې او جاروتنې سره یې خپل زړونه او ارواوې نورانی كړې، او د الهی رحمت په څپو كې یې چې په دغه سپیڅلې وادۍ كې پرله پسې روانې دی، د ګناه او شرك زنګونه له زړه وتوږل، سلام دې وی پر دغو زړونو او پر دغو پاكانو او زړه خاوندانو.
له ټولو وروڼو او خويندو سره ښايی چې په دغه بريا فكر وكړی . او دغه لوی فرصت غنيمت وګڼی.پرې نه ږدی چې دلته هم د مادی ژوند مشغوليات چې مونږ پكې تل ښكيل وو، زړونه بوخت وساتی . دخداى په ياد په توبې او تضرع د راستۍ ، سم فكرۍ او سم كردار په كلك هوډ سره خپل ليواله زړونه د توحيد او سوچه معنويت په فضا كې والوزوی او له خدايه پهر مرسته غوښتلو سره دخداى په لاره او صراط مستقيم كې د ټينګيدو لپاره توښه واخلی .
دا د حقيقی اوخالص توحيد كور دى. دلته ده چې ابراهيم خليل الله عليه السلام، د خپل زړه ټوټه قربانګاه ته راوسته او د توحيد بيلګه یې چې پر نفس غلبه او د الهی امر په وړاندې پوره تسليميدل دی ، په درست تاريخ كې د ټولو موحدانو لپاره يادګار پریښوده .
او همدا ځاى دى چې حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وآله د وخت د مستكبرانو او د زر او زور د خدايانو په وړاندې د توحيد بيرغ ورپاوه او له طاغوته ويزاری یې پر خداى د ايمان ترڅنګ د ژغورنې او كاميابۍ شرط وګاڼه .فمن يكفر بالطاغوت ويومن بالله فقد استمسك بالعروة الوثقى .....
حج د دغه لويو درسونو بيالوستل او زده كول دی . له مشركانو برائت او له بتانو او بت پالو ويزاری د مؤمنانو په حج واكمن روح دى . د حج هر يو ځای خداى ته د زړه سپارلو، د هغه په لاره كې د هڅې او زيار ، له شيطانه د ويزارۍ او دهغه د ويشتلو او شړلو او دهغه په وړاندې د دريدلو نندارتون دى .او دحج لويشته لويشته، د قبلې د خاوندانو د يووالی او اتحاد ، د طبيعی او اعتباری توپيرونو د پيكه كيدو او د حقيقی او ايمانی وحدت او ورورولۍ د څرګنديدو سمبول دى .
دا هغه درسونه دی چې مونږ د نړۍ د هرې سيمې مسلمانان بايد هغه زده كړو او د هغه په اساس د خپل راتلونكی او ژوند لپاره پلانونه وكړو.
قران ، د دښمنانانو په وړاندې په كلكه دريدل ، د مومنانو په مينځ كې مهربانی او مينه او د خدای په وړاندې بندګی او خشوع داسلامی ټولنې درې نښـې ګڼلې دی :
محمد رسول الله والذين معه اشداء على الكفار ، رحماء بينهم ، تراهم ركعا سجدا يبتغون فضلا من الله و رضوانا....دا درې د اسلامی امت د عزتمنې او پرتمينې تنې د درولو لپاره درې اصلی ستنې دی .
ټول مسلمانان دغه حقيقت ته په پام سره د اسلامی نړۍ اوسنى كمزورۍ او تاوانونه ښۀ پيژندلى شی .
نن د اسلامی امت غداره دښمن ، د استكباری مركزونو چلوونكی او زياتی غواړی او تيری ګر قدرتونه دی چې اسلامی بيداری د خپلو نامشروعو ګټو او پر اسلامی نړۍ د خپلې ظالمانه واكمنۍ لپاره لوی ګواښ ګڼی. ټول مسلمان ولسونه او له هغوی مخكې سياستوال او د دين عالمان او روڼ اندی ا ود هيوادونو ملی مشران بايد د دغه تيری ګر غليم په وړاندې كوټلې اسلامی ليكی په ډير پياوړتيا سره جوړې كړی
بايد د طاقت ټول توكی راغونډ كړی او اسلامی امت په حقيقی معنا سره قدرتمن كړی . علم او معرفت، تدبير او هوښياری،د مسووليت او تعهد احساس،توكل او الهی وعدې ته هيله، او د خداى د رضا او په دندې دعمل كولو په وړاندې له وړو او كم ارزښته غوښتنو سترګې پټول ....دا د اسلامی امت د طاقت اصلی عناصر دی چې هغه عزت خپلواكۍ او مادی او معنوی پرمختګ ته رسوی او دښمن په زياتی غوښتنو او په اسلامی هيوادونو په خیټه اچولو كې ناكامه كوی .
د مومنانو په منځ كې مهربانی، د اسلامی امت د ښۀ حالت د لاسته راوړولو لپاره دوهم ركن او بله نښه ده. د اسلامی امت په برخو كې تفرقه او اختلاف اچول خطرناكه ناروغی ده چې بايد په ټول وس سره د هغه درملنه وشی.زمونږ دښمنانو له پخوا راهسې په دغه ډګر كې بې ځنډه او پراخې هڅې كړی دی او نن چې اسلامی بيدارۍ هغوی ترهولی دی ، خپلې هڅې یې زياتې كړی دی. د زړه سواندو ټوله خبره دا ده چې توپيرونه بايد په تضاداتو بدل نه شی او ډول ډول والى بايد په ټكر وانه اوړی .
په قران كې د ( رحماء بينهم ) امر د دغو شخړو او اختلافاتو د مونډ ايستلو په معنا دى. تاسو په دغو پرتمينو ورځو او د حج په بيلا بيلو مناسكو كې د هر ځای او هر مذهب مسلمانان وينئ چې له يوې كوټې تاویږی .د يوې كعبې په لور لمونځ كوی ، د شيطان رجيم بيلګه په كاڼو ولی ، د نفسانی غوښتنو او خواهشاتو د قربانی كولو په سمبول كې يو شان عمل كوی، په عرفات او مشعر كې د يو بل په څنګ كې تضرع كوی ......اسلامی مذهبونه په اصلی او ډيرو زياتو احكامو فرايضو او فرايضو كې په همدې اندازه يو بل ته نزدې دی.
نو ولې بايد تعصبونه او وارمخكې قضاوتونه دهغوی په منځ كې اور بل كړی. او د دښمن خيانتكاره لاس دغه كور سوزوونكی اور ته لمن ووهی .
نن هغه كسان چې په تنګ نظرۍ او بې عقلۍ او په بې اساسه پلمو سره د مسلمانانو يوه لويه ډله مشركه ګڼی او حتى دهغوی وينه مباح ګڼی. دوی كه پوه وی او كه په ناپوهۍ سره وی د شرك ، كفر او استكبار خدمت كوی.
داسې ډير كسان وو چې د پيغمبراعظم صلى الله عليه وآله د قبر او د دين د اولياوو او امامانو د قبرونو زيارت او درناوى یې چې د دين او ديندارۍ درناوى دى ، شرك او كفرباله خو پخپله د كافرانو او ظالمانو په خدمت كې شول او دهغوی له پليتو موخو سره یې مرسته وكړه .
رښتينې عالمان او متعهده روڼ اندی او صادقه چارواكی بايد له دغه ډول خطرناكو ښكارندو سره مقابله وكړی .
اسلامی وحدت او انسجام نن سبا يوه ضروری فريضه ده چې د هوښـيارانو او زړه سواندو په ملګرتيا سره دهغې عملی لارې كچ كيدى شی .
د عزت دا دوه ركنونه يعنې له يوې خوا د استكبار په وړاندې په قدرت سره دريدل او ورته پولې راكښل ، او له بل پلوه د مسلمانانو په منځ كې مينه ورورلی او رحم او مهربانی ، كله چې له دريم ركن يعنې د پروردګار په وړاندې له خشوع او تعبد سره يو ځای شی، اسلامی امت په هغه لاره كې چې د اسلام د لومړيو وختونو مسلمانان یې د عظمت او عزت اوج ته ورسول، پرله پسې به پر مخ لاړ شی او اسلامی امتونه به له سپكاونكې شاته پاتې والی چې په وروستيو پیړيو كې پر هغوی تپل شوی وژغورل شی.
د دغه ستر حركت څرك پيل شوى دى او د بيدارۍ څپې د اسلامی نړۍ په هر ځای كې كم او زيات روانې شوی دی . د دښمن رسندویې او تبليغات هڅه كوی د اسلامی نړۍ په هره سيمه كې د ازادۍ او عدالت غوښتنې هر غورځنك په ايران او شيعه توب پورې وتړی، او اسلامی ايران چې د اسلامی بيدارۍ لومړى كامياب بيرغوالى دى،دهغو ګوذارونو مسوول وګڼی چې د اسلامی هيوادونود غيرتمنو لخوا د سياست يا كلتور په ډګر كې دښمن ته وركړل كیږی.
دوی په درې ديرش ورځنی جنګ كې د حزب الله بې سارې حماسه، د عراق د ولس مدبرانه مقاومت چې د داسې پارليمان او دولت د جوړيدو سبب شو چې د نيواكګرو نه دى خوښ، د فلسطين د قانونی حكومت او سرښندونكی ولس صبر او استقامت او په مسلمانو هيوادونو كې د اسلامی ژوندی والی په ډيرو نښو د ايرانی والی او شيعه والی تومتونه تړی چې د اسلامی نړۍ يو هیړه ملاتړ له ستونزې سره مخامخ كې خو دا سازش به د الهی دود په وړاندې چې د فی سبيل الله مجاهدانو او د خدای د دين د مرستيالانو بريمن كول دی ټينګ نه شی.
راتلونكى د اسلامی امت دى، او مونږ هر كس كولاى شو په خپله اندازه او د خپل وس،ظرفيت او مسووليت په اندازه دغه راتلونكى نور هم نزدې كړو.
د حج دستورې ستاسو نيكمرغه حجيانو لپاره لوی فرصت دى چې ځانونه تر پخوا زيات ددغه فرض د پوره كولو لپاره چمتوكړئ .
هيله ده چې الهی مرسته او د مهدی موعود عج الله له الفرج دعا له تاسوسره په دغه لوی هدف كې مرسته وكړی .
والسلام عليكم و رحمة الله وبركاته
السيد علی الحسينی الخامنه ئی
490904