د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د "اسلامی فلسفه او اوسنۍ ستونزۍ" په نامه له نړيوال سمينار یې نقلوی، د اسلامی اړيكو او كلتور د سازمان مشر او د ولس مشاور مهدی مصطفوی په دې هكله وويل: هيله من يو چې دا سمينار د اسلام د نوی كلتور او تفكر ښودولو لپاره يوه ښه لاره وی.
مصطفوی زياته كړه: د ايران د متفكرانو او كلتوری پوهانو د نړۍ پوهانو سره فكری تعامل د دې سبب شوی دی چې د يونان حكمت او تفكر سره ايرانې حكمت او تفكر ګډ شی او نوی نوی فيلسوفان او متفكران پيدا كړی
491290