د قم المقدس د المصطفی نړيوال پوهنتون د پنځلسمې نړيوالې قران او حديث مقابلو د مركزی دفتر مشر ښاغلی اسماعيل پير نيا د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) سره په خبرو اترو كې وويل چې د عراق، پاكستان او افغاستان په ګډون سره د د جامعه المصطفی نړيوال پوهنتون نږدې 45 استاذانو په دې مقابلو كې برخه واخسته
پير نيا زياته كړه چې دا مقابلې د جامعه المصطفی نړيوال پوهنتون تړلې ځای جامعه العلوم قم كې د ماښام او ماسخوتن د لمونځونو نه پس تر سره شوې هغه وويل چې په دې مقابلو كې ښه مقام اخستوونكو ته ښه درڼه انعامونه ډالۍ كول كیږی
يادونه كوو چې د دې مقابلو د حفظ برخه يانی اخيری مرحله به د عشره ولايت په نوم د سپوږميز كال د ذی الحجې د مياشتې په 11، 12 او 13 نیټی په قم المقدس كې تر سره كیږی چې پكښی د نړۍ نږدې 50 هيوادونو حافظان او قاريان ګډون كوی
485620