د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د نن ورځې د جمعې لمانځه خطيب ايت الله جنتی دايران دملت په ضد دامريكا دښمنيو او دايران په وړاندې د بايكاټ دماتی خوړليو سياستونو د دوام لپاره دكلنې بودجې بيلولو ته په اشارې سره وويل له امريكا سره د مبارزې بيرغ تل رپيدلی او هرڅومره د دښمانانو فتنې ډيریږی د ايران د ملت د پيوستون ليكې هم نورې پياوړی كیږی.
ايت الله جنتی په عين حال كښې وويل د تاريخ په ټولو پړاونو كښې د اسلام د مخالفانو كينې وې او تيریګرو د الهی انبياو حكومتونو ته هم په دسيسو سره ګواښ كاوه.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب دغه راز د يمن په شمال كښې د صعده ولايت د شيعه مسلمانانو په ځپلو كښې د ځينو ګاونډيو عربی هيوادونو د رول په هكله په خبرداری سره وويل ولې ځينو ګاوڼديو عربی هيوادونو د شيعه مسلمانانو وژلې ته ملا تړلی ده.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت الله جنتی ټينګار وكړ اسلامی كانفرنس موسسه چې دجوړيدا فلسفه یې دمظلوم دفاع كول دی بايد د يمن د شيعه مسلمانانو د وژلې په هكله بیړنی اقدام ترسره كړی .
492193