د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په نوی دهلی كې د ايران كلتوری مركز (خانه فرهنګ) مشر ښاغلی "ھگامی" په نهمه نومبر د اندرا ګاندهی د هنر او قومی سنټر د سيمينار د تر سره كوونكی مشر او لوړه رتبه كلتوری سلاكار "منصورہ حيدر" سره په كتنې كې وويل چې د ايران كلتوری مركز د اندراګاندهی د هنر او قومی سنټر په ځای د ايران د كلتور او هنر فيسټوال د تر سره كولو ته چمتو ده
هغه زياته كړه چې په دې كلتوری او هنرې فيسټيوال كې د ايران سيمه ايز او لرغونی سازونه ، د ايران خواړه او د ايرانی فيلمونو نندارتون هم شامل دی
491044