د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، په سوډان كښې د ايران سفير په دې پروګرام كښې په خپلې وينا كښې د لړم د مياشتې په 20 نیټه د مينځنی ايشيا او افريقې د مطالعاتو په ځای كښې ترسره شو، وويل: هر يو هيواد په استقلال پسې دی او د اسلامی انقلاب د كاميابۍ نه بعد په ايران كښې ځينې بدلونونه راغلل، اسلامی انقلاب د بريالی توب نه بعد ځينې دښمنو سره مخامخ شوی دی او بيلا بيل چيلينچو سره مخامخ دی.
«عبدالله خضر بشير» په ايران كښې د سوډان تير سفيرهم وويل: ايران يو داسې هيواد دی چې له هر اړخه، هم اقتصاد، هم نظامی، هم جمعتی، هم د ځمكې د پراختيا لری او له بلې خوا يو نړيوال استكبار سره مخامخ دی او اسرائيل سره په دښمنۍ كښې خاص اهميت لری.
492672