IQNA

14:19 - November 16, 2009
د خبر لمبر: 1849597

د حجيانو تر مينځ د حج د مناسكو په موضوع سره 15 ميلينه كتابونه خپریږی

نړيواله ډله: د عربستان د اطلاعاتو، اسلامی چارو او اوقافو وزارت د بيت الله الحرام حجيانو ته له 15 ميليونو زيات كتابونه وركوی چې په د نړۍ په 24 ژبو چاپ شوی دی.

د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له نسيج اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، په دې كتابونو كښې د حج د عملونو په هكله په 24 ژبو كښې ښوونه شوې ده.
د عربستان د اوقافو او اسلامی چارو د وزارت معاون «عبدالرحمن بن سليمان المطرودی» په دې هكله ويلی دی: دا كتابونه په دې غرض حجيانو ته وړاندې كیږی چې هر څوك په خپله ژبه د حج له عملونو خبر شی او صحيح طريقې سره حج ترسره كړی.
493034
captcha