د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) مكې مكرمې ته د لیږلی شوی خبريال په وينا، په دې مخالفتونو كښې ځينې كسانو دعربستان په مطبوعاتو كښې د حج په وخت كښې د مشركانو څخه له برائت كولو منع كړې ده.
دې ګزارش كښې راغلی دی احسان اوغلو د ځينې هيوادونو د حج سياسی كولو ته پام ويلی دی چې څوك حق نه لری چې د حج طريقه بدله كړی او په حج كښې سياسی خبرې څه ګټه نه لری.
همدارنګ د مسجد الحرام د جمعې امام او د عربستان د قضاوت د عالی شورا مشر دكتر صالح بن حميد د جمعې په خطبو كښې ويلی دی چې له مشركانو څخه برائت د هر مسلمان عقيده ده خو دا يوې خاصې زمانې سره تعلق نه لری بلكه د حج له ټولو لوی مقصد ورورولی او د مسلمانانو تر مينځ يووالې او اتفاق دی.
همدارنګ د عربستان ځينې ورځپاڼې هم دا مطلب د "په حج كښې جنګ نه منو" تر عنوان لاندې خپروی چې پكښې له مشركانو د برائت منع شوې ده.
د ويلو ده چې د له مشركانو برائت د ابراهيمی حج يو ركن دی هم د قران په صريح بيان سره او هم په رواياتو كښې راغلی دی او هم ورباندې امام خمينی(ره) او د انقلاب ستر لارښود ټينګار كوی.
493944