IQNA

دې كال د حج د جمراتو(د شيطانانو د ويشتلو) لپاره يو پل تياز شو

16:39 - November 18, 2009
د خبر لمبر: 1851163
نړيواله ډله: د سعودی عرب لويانو اعلان كړې دی چې په منا كښې د حجيانو لپاره پينځه چته پل دې كال تيار شو او حجيان ترې دې كال له پينځو بامونو شيطانان ويشې شی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له عرب نيو ورځپاڼې یې نقلوی، په دې پل باندې څلورنيم ملينه سعودی ريال لږيدلی دی چې ورسره به د لكونو حجيانو رمی جمرات په اسانۍ سره ترسره كیږی.

«سعد الخيلاوی» د حج د امينت د كمیټۍ مشر ويلی دی: دې كال د حجيانو د حفاظت لپاره په بيلا بيلو ځايونو كښې 1850 كيمرې لږيدلی دی او همدارنګ پكښې پوليس هم زيات شوی دی.
494649
captcha