IQNA

د هندوستان د دينې زده كونكو لپاره د قران او عترت مقابلی تر سره شوی

21:15 - November 18, 2009
د خبر لمبر: 1851207
د قرانی كارونو ډله: د المصطفی نړيوال پوهنتون د هندوستان د څانګی په كوششونو سره د روانی ميلادی مياشتی په 12 په نوی دهلی كې د ايران په كلتوری مركز ستر حال كې د قران او عترت پينځلسمې مقابلی تر سره شوی چې پكښی د دې هيواد د شيعه دينی مدرسو نږدې 120 محصلانو ګډون وكړ.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، سهار او مازیګر تر سره شوې دغه مقابلو كې د ټول هندوستان د دينې مدرسو محصلانو د قران د قرائت، حفظ، تفسير، حديث او د نهج البلاغه د حفظ په مقابلو كې برخه واخسته او په اختتامی مراسمو كې : د المصطفی نړيوال پوهنتون د هندوستان د څانګی لخوا لومړی دوهم او دريم پوزيشن اخستونكو ته انعامونه ډالۍ كړل شول او له هغو درناوې وشو
د انعامونو په مراسموكې ښاغلی دهګاهی، ښاغلی قاسم مرادی، ښاغلی حجۃ الاسلام عزدار عباس، ښاغلی مولانا فرقان قاسمی،ښاغلی اسدی، ښاغلی فياض اوښاغلی حجۃ الاسلام سيد افروز مجتبی ګډون وكړ.

494493
captcha