د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په مكه مكرمه كې موجود خبريال د يو راپور پر اساس، د دې دریځ په وجه د سعودی عرب ورځپاڼی او نورې رسندويی د حج په ورځو كې د برائت ازمشركين د نفی او نه كولو په هكله ځينې مطلبونه ليكلی دی.
رارسيدلی راپورونو پر اساس احسان اوغلی ويلی دی چې د حج مخكښنی طريقه بدلول په هكله هیڅ څؤك حق نه لری او له 1400 كلونو مخكښې هم دغه طريقه سره د اسلامی حج فريضه تر سره كیږی لهذا دا يوه چټی خبره ده او ښه ده چې مونږ نبايد په دې كې اخته شوو
همدا رنګ د سعودی عرب ستر عدالتی كونسل مشر او د مسجد الحرام خطيب او د جمعی امام ښاغلی صالح بن حميد تيره جمعه په مسجد الحرام كې د جمعې لمانځه په خطبو كې وويل چې برائت از مشركين اعلان كول د ټولو مسلمانانو عقيده ده او څه خاص وخت او ځای سره مخصوصه نه دی.
هغه زياته كړه چې د حج له ټولو لوړ اواهم مقصد د مسلمانانو اتحاد او يووالی او د ورورولۍ فضا ساتل دی.
493944