د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ٓيت اللہ عبدالامير قبلان ويلی دی چې د سعودی بادشاه ملك عبداللہ ابن عبدالعزيز ته پكار دی چې هغه زر تر زره د يمنی ډلو ته د يو هنګامی ناستی تر سره كولو ووايی چې د مسلمانانو د ځانونو او بې ګناه د وينو تويولو مخنيوی لپاره دې خپل اختلافات ختم كړی.
هغه زياته كړه چې د يمن په اوسنی جنګ كې بريالی او ماتی خوړونكی موجود نه دی بلكه بايد په دې هيواد كې امن او كراری راوستلو لپاره كوششونه وكړی شی.
ٓيت اللہ عبدالامير قبلان په خپل درس اخلاق كې له مسلمانانو او عربو غوښتنه وكړه چې هغه د مسلمانانو د يووالی او وحدت ته نقصان رسولو د اسراييلو دسيسی ناكامی كړی او د هغو په مقابل كې بيدار وسی.
495032