IQNA

احسان اوغلو په قدس شريف كې د يهوديانو د ښارونو جوړول په سختۍ وغندل

14:52 - November 22, 2009
د خبر لمبر: 1852554
نړيواله ډله: د اسلامی كانفرنس oic ستر سكتر ښاغلی "اكمل الدين احسان اوغلو" د قدس ښار په جنوب كې د د اسرايلو لخوا نهه سوه (900) كورونو د جوړول په سختۍ سره محكوم كړ
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز Palestine-info يی نقلوی ښاغلی احسان اوغلو د صهيونی حكومت دا پروګرام په سختی سره محكوم كولو سره وويل چې اسراييل رژيم د دې كارونه په وسيله د قدس شريف د اسلامی او عربی تشخص خرابولو كوشش كوی او په حقيقت كې اسراييل غواړی چې دا يو يهودی ميشت ښار جوړ كړی.
هغه له صهيونی چارواكو غوښتنه وكړه چې هغوی د قدس شريف په څنګ كې د يهودی كليو جوړول دې زر تر زره بند كړی او د مسلمانانو د عقيدی سره دی لوبی مه كوی.
496303
captcha