IQNA

په تركی كې د قران كريم د قرائت مقابله تر سره شوه

16:58 - November 25, 2009
د خبر لمبر: 1853833
نړيواله ډله: د قران د مفهومونو د پوهی انجمن(KAB) په كوششونو او د ګراشانه ولايت د مفتيانو كونسل په مرستی د تركی په ګوماشانه ښار كې د ميلادی مياشتی په دوه ويشتمه نیټه د قران پاك د قرائت مقابله تر سره شوه.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز medya73 یې نقلوی چې په كماليه جومات كې تر سره شوی دغه مقابلی كې د ګوماشانه صوبی مختلفو ښارونو نږدې يو ويشت كسانو پكښې برخه واخسته چې پكښې ښه مقام اخستونكی درې كسان د دې وړ وګرځولی شو چې د تركی د سيمه ايزو مقابلو كې هم د برخی اخستلو انتخاب كولی شسی.
په دې مقابلی كې د كلكټ جومات امام او خطيب ښاغلی مولوی "شمس الدين جين امرہ" د ګوماشانه د جامی جومات امام ښاغلی مولوی "كارابولوټ" او د "عثمان قاضی" جومات خطْيب علم باير په ترتيب سره اول دوهم او دريم پوزيشن واخسته.
يادونه كوو چې د دې مقابلو اخيری مرحله د راتلو ميلادی كال په استانبول كې تر سره كيدونكی ده.
497764
captcha