IQNA

د حجيانو د شرعی پوښتنو د ځوابونو لپاره د مفت ټيليفون شورو وشوه

16:57 - November 25, 2009
د خبر لمبر: 1854245
نړيواله ډله: د عربستان د اطلاع رسولو او اسلامی چارو او اوقافو وزارت، د بيت الله الحرام د زوارانو د خدمت په لړ كښې د هغوی د شرعی پوښتنو د ځوابونو لپاره د ټيليفون يو مركز شورو كړ.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له عربستان له الندوه ورځپاڼې یې نقلوی، د حج تمتع او عمرې د اسلامی اطلاع رسوونكی برخې مشر «حسين بن سليم القرشی» په دې هكله وويل: د ټيليفون دا مركز به حجيانو ته په دې نمبر8005421000 د حج د مناسكو او شرعی پوښتنو په هكله ځوابونو وركوی.
498365
captcha