IQNA

14:20 - November 27, 2009
د خبر لمبر: 1854456

د قران او حديث په پينځلسم اولمپك كې 3500 غير ايرانی محصلانو ګډون وكړ

د قرانی كارونو ډله: د المصطفی نړيوال پوهنتون د قران او حديث څانګی مشر د دې پوهنتون په پينځلسم اولمپك كې د 3500 زرو طالبانو د ګډون خبر وركړ

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د المصطفی نړيوال پوهنتون د قران او حديث څانګی مشرښاغلی حسين اسدی پرون ددې مختلفو مرحلو په وضإحت كولو سره وويل چې دغه مقابلی د ميلادی كال د اكتوبر د مياشتی له شلمی نیټی شورو شوې وی چې پكښې تر اوسه پورې نږدې 3500 غير ايرانی دينی طالبانو ګډون وكړ.
هغه زياته كړه چې 3520 محصلانو كې 2520 هلكان طالبان او نورې ښځې طالبی وې.
د دې اولمپك اختتامی مراسم د ميلادی كال د دسمبر د مياشتی په دريمه نیټه تر سره كیږی چې پكښی د المصطفی نړيوال پوهنتون ستر مشرښاغلی حجۃ الاسلام "اعرافی" هم ګډون كوی.
500455
captcha