د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه نننی خطيب ايت ا... محمد امامی كاشانی د بسيج اونۍ پيل كېدلو ته په اشارې سره وويل بسيج يا ولسی لښكر هغه ځواك دی، چې د اسلامی انقلاب په دېرش كلن بركتی پړاو كې یې وكولای شول چې په عشق او ولولې سره د ايرانی ملت د ټولو پرګنو لپاره په مختلفو برخو كې د ارزښتناكو خدمتونو سرچينه شی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت ا... امامی كاشانی په تېرو كلونوكې د بسيج له نورو حركتونو فكر او بصيرت ته پام د اسلامی انقلاب د ستر مشر سپارښتنې وبللې او په وينا یې دغه ولسی لښكر د اسلامی انقلاب د مشرتابه د سپارښتنو په رڼا كې مخ په وړاندې روان دی
ايت ا... امامی كاشانی د لوی خدای ج د پېژندلو په اړه د عرفې دوعا په تشريح كولو سره وويل كه انسان پر دغه لار برابر شو او ځان یې ښه وليدلای شو هغه وخت به خپل پروردګار په ریښتونې مانا وپېژنی
د نوموړی په وينا نننۍ نړۍ د عرفې درسونو ته اړتيا لری او هرڅوك بايد له خپل وس سره سم له دغې دوعا سبق واخلی
500919