د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) مكې مكرمې ته د لیږلی استازی په ګزارش، دا ناسته د ايران، افريقې، هندوستان، پاكستان او افغانستان د ځينې مسلمانانو په ګډون سره په مكه مكرمه كښې ترسره شوه.
د دې ناستې په لومړيو كښې د ايران د رسندويو مشر چې له كاركوونكيو څخه دی په دې هكله وويل: مسلمانان بايد په خپلې ارادې سره په دې رسندويو كښې موجودې ستونزې هوارې كړی.
د نيجريه د ورځپاڼې مشر هم په دې هكله خبرې اترې وكړې او د افريقې كښې په رسندويو كښې موجودې ستونزې یې په دريو برخو كښې بيان كړی.
د كابل د مطالعاتو د مركز مشر په خپلو خبرو كښې وويل: لويدیځ بالكل زمونږ په اپوټه عمل كوی او د خپلو منافعو د محفوظيدو لپاره په سيمه كښې ګړبړ جوړوی.
د نورو هيوادونو كارپوهانو هم په دې هكله خبرې اترې وكړې.
498705