د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د دغه پيغام بشپړ متن په دی ډول دی:
د حج ورځې، دمعنويت د سپرلی او د نړۍ په افقونو كې د توحيد د ځلا موسم دی؛ او د حج دستورې يوه داسې رڼه چينه ده چې حاجی د ګناه له ككړتيا او غفلته پريوللی او دهغه زړه او روح ته د خدای وركړی فطرت نورانيت ستنولی شی.د حج په ميقات كې د كبر او فخر د جامې ويستل او د احرام د يورنګې او يو هیړې جامې اغوستل ؛ د اسلامی امت د يو رنګۍ نښه او بيلګه او په درسته نړۍ كې د مسلمانانو د يووالی او يوزړه والی سمبليك امر دی.د حج شعار له يوه پلوه:«فالهكم اله واحد فله اسلموا و بشر المخبتين» دی له بلې خوا :«والمسجد الحرام الذی جعلنه للناس سواء العاكف فيه والباد» دی او په دې ډول كعبه د توحيد د كلمې پر استازيتوب سربيره د اسلامی امت د يو والی، ورورولۍ او برابرۍ بيلګه هم ده .
هغه مسلمانان چې د نړۍ له څلورو ګوټونو د كعبې د طواف او د رسول ا... مبارك صلی ا... عليه وآله وسلم د حرم د زيارت په مينه دلته راغونډ شوې دی بايد دغه فرصت په خپل مينځ كې د ورورۍ د پيوندونو د كلكولو لپاره چې د اسلامی امت د ډيرو لويو دردونو درمان دی غنيمت وشماری . نن په ډاګه وينو چې د اسلامی نړۍ د بدغواړو لاس تر پخوا زيات د مسلمانانو تر مينځ د تفرقه اچولو لپاره اوږد شوی دی او دا په داسې حال كې دی چې اسلامی امت نن تر پخوا زيات يو زړه والی او وحدت ته اړتيا لری.
نن د دښمنانو خونړۍ منګولې د اسلامی ټاټوبی په مختلفو ځايونو كې ښه په جار غميزې پنځوی : فلسطين دخبيثو صهيونيستانو په ولكې كې په ډيرنده كړاو اخته دی: مسجد الاقصی له لوی خطر سره مخ دی: د غزې ظلم ځپلې خلك له هغه بې سارې نسل وژنې وروسته هماغه راز سختې شپې سبا كوی: افغانستان د نيواكګرانو تر بوټانو لاندې هر ورځ په نوی ناروين اخته دی؛ په عراق كې ناكرارۍ د خلكو كرار تروړلی او د يمن وروروژنې د اسلامی امت په زړه نوی داغ لګولی دی.
د درستې نړۍ مسلمانان دې فكر وكړی چې فتنې او جنګونه، چاودنې او ترورونه او هغه ړندې وژلې چې په وروستيو كلونو كې په عراق، افغانستان او پاكستان كې روانې دی، څرنګه او چيرته اوبدل او بڼل كیږی؟
ولې دغه سيمې ته د امريكا په مشرۍ د لويدیځو پوځيانو له مالكانه او امرانه ورتګه مخكې ولسونه په دغه خوارۍ او مصيبت نه وو اخته ؟ نيواكګران له يوې خوا په فلسطين لبنان او نورو سيمو كې ولسی مقاومت ترهه ګری ګڼی او له بل پلوه ددې سيمې په ولسونو كې وحشی فرقه ای او قومی ترهه ګری سر څڼه او پلې كوی. د مينځنی ختیځ سيمه او د افريقا شمال تر يوې پیړۍ زيات د انګلستان فرانسې او نورو لويدیځو دولتونو او بيا امريكا لخوا وزبیښل، ونيول او سپك كړی شول؛ دهغوی طبيعی سرچينې لوټ او د پتيالۍ روحيه یې وځپل شوه او ولسونه یې د پرديو تيری ګرو د تمو يرغمال شول، او وروسته له دې چې اسلامی ویښتيا اود ولسونو مقاومتی غورځنګونو ددغه حالت دوام د نړيوالو زياتی ګرو لپاره ناشوونی كړ او د شهادت او عروج الی ا... او فی سبيل ا... خبره د يو بې ساری لامل په توګه د اسلامی جهاد په ډګر كې څرګنده شوه، خوار شويو تيری ګرو نورو چلونو ته مخه كړه او د تيرو رودو په ځای یې نوی ښكيلاك رامينځته كړ.
خو نن د استعمار څو مخيز ديو د اسلام د پرزولو لپاره خپل ټول وس كارولی دی؛ له پوځی ځواك او اوسپنيز سوك او ښكاره نيواكه بيا د شيطانی تبليغاتو تر زنځير او د دروغو پروپاګنډ او اوازو خپرولو د زرګونو وسيلو تر كارولو پورې، او د بيرحمانه ترهه ګرۍ او ادمكشۍ له ډلو ټپلو نيولې بيا د اخلاقی فسادتر پراختيا،د نشه ايزو موادو تر دودولو خپرولو او د ځوانانو د هوډ ، خوی او اخلاقو تر خرابولو پورې، او د مقاومت په مركزونو له هر اړخيز سياسی يرغله نيولې بيا فرقه ای تعصبونو او قومی تربګنيو ته تر لمن وهلو او د وروڼو تر مينځ د دښمنۍ تر جوړولو پورې.
كه په مسلمانو ولسونو او اسلامی فرقو كې او د مسلمانو قامونو په مينځ كې د بدګمانۍ او بد نيتۍ په ځای چې د دښمنانو غوښتنه ده له يو بل سره مينه، روغ نيت او يو زړه توب پيدا شی ، د بدغواړو ډيرې توطئې او تدبيرونه به شنډ شی او پر اسلامی امت د زياتې ولكې لپاره د هغوی سپيرې نقشې به په اوبو لاهو شی.
حج ددغه لوړ هدف لپاره يو لوی فرصت دی.
مسلمانان به په ملګرتيا او په ګډو بنسټونو په تكیې سره چې قران او سنت په ګوته كړې دی دا طاقت پيدا كړی چې ددغه څو مخيز شيطان په وړاندې ودریږی او هغه خپلې ارادې او ايمان ته تسليم كړی . اسلامی ايران د لوی امام خمينی په درسونو په عمل سره ددغه كامياب مقاومت ښكاره بيلګه ده . غليمانو په اسلامی ايران كې ماته خوړلې ده . ديرش كاله غښتې، چلولونه او دښمنۍ، له كودتا او اته كلن تپلې جنګې نيولې تر بنديزونو او زمونږ د مالونو تر بلاكولو پورې،او له نفسياتی او تبليغاتی جنګ او رسندويی صف بندۍ نيولې بيا له علمی او ساينسی ودې او نويو علمونو په تيره بيا ایټمی علم ته د رسيدلو تر مخنيوی پورې، او حتی د انتخاباتو په برمناكې او معنادارې قضیې كې تر څرګندې لاسوهنې او لمسونې پورې ،دا ټول او ټول د دښمن د ماتې ، ذلت او لالهاندۍ په ډګرونو بدل شول او د «ان كيد الشيطان كان ضعيفا» ايت يو ځل بيا د ايرانيانو په مخكې ورایښت ومونده.
په نورو ځايونو كې هم چې د ولس د هوډ او ايمان په مټ مقاومت، خلك د ادعا لرونكو مستكبرانو په وړاندې درولی د مومنانو په قسمت كاميابی او د ظالمانو په بخت ماته او شرم ليكل شوی دی .په لبنان كې د درې ديرش ورځنی جنګ بری او د غزې سرلوړی او بريالی جهاد په تيرو دريو كلونو كې ددغه حقيقت ژوندی ګواهان دی.
ټولو بختورو حجيانو او په تيره بيا د اسلامی هيوادونو عالمانو او خطيبانو ته چې په دغه الهی وعده ګاه كې راغونډ شوې دی او د حرمينو شريفينو د جمعې خطيبانو ته زما سپارښتنه دا ده چې په خبرې په سم پوهاوی سره خپله نننۍ او سملاسی دنده وپيژنی، په ټول توان سره خپلو اوريدونكو ته د ا سلام د دښمنانو توطئې بيان كړی او خلك مينې او اتحاد ته وبلی.له هر هغه څه چې په مسلمانانو كې د بد ګمانۍ سبب كیږی په كلكه ډډه وكړی او څومره محرك او چغه چې لری په مستكبرانو او د امت په دښمنانو او د فتنو په سرچينې يعنې امريكا او صهيونيزم یې وباسی. او له مشركانو برائت او بيزاری په وينا او عمل كې ثابته كړی.
له لويه خدايه په ډيرې عاجزۍ سره د ځان او ستاسو ټولو لپاره د هدايت ، توفيق مرستې او رحمت دعا كوم.
والسلام عليكم
سيد علی حسينی خامنه ئی
د څوارلس سوه ديرشم هجری قمری كال د لوی اختر د مياشتې دريمه.
500756