IQNA

هم په قول او هم په عمل سره برائت از مشركين لازمی ده

22:00 - December 01, 2009
د خبر لمبر: 1856241
سيا سی ډله: د ايران دخارجه وزارت ويندوی وويل دايران اسلامی جمهوريت داټومی مسايلو په ارتباط له خپلو ملی ګټو نه تيریږی .
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران داسلامی جمهوريت د خارجه وزارت ويندوی رامين مهمان پرست نن له ايرانيو ا و خارجی خبريالانو سره په اونيز خبری كانفرنس كښې وويل ايران داټومی وسلو دتوليد او پراختيا دبنديز دتړون اين پی ټی ديوه غړی په توګه له ځينو اټومی حقوقو برخور دی او زياته یې كړه چې تهران هیڅ كله له خپلو حقوقو دزياتې استفادې هڅه نه كوی او خپل ټول اټومی فعاليتونه داټومی انرژۍ دنړيوال اژانس دمقرراتو او قوانينو چوكاټ كښې ترسره كوی .
مهمان پرست دنويو اټومی مركزونو په جوړولو كښې دايران په مسلمو حقوقو ټينګار سره وويل په ايران كښې دلسو نويو اټومی مركزونو دخبر په هكله دلويدیځو هيوادونو دریځونه له بیړۍ ډك او دهغوې دغوسه كيدا نښه وبلله .
دايران دخارجه وزارت ويندوی دغه راز داټومی انرژۍ دنړيوال اژانس دواكمنې شورا دايران ضد پريكړه ليك ته دچين او روسیې مثبته رايه يو غلط اقدام وباله او ویې ويل دغه رايه ترسياسی دباونو لاندې وركړل شوی ده .
دايران دخارجه وزارت ويندوی زياته كړه دايران خارجه وزير منوچهرمتكی هغو هيوادونو ته په ليكونو استولو سره چې دايران په ضد دپريكړه ليك ملاتړ یې ونكړ په مننې سره دپريكړه ليك دناسموالی په هكله به هغوې ته توضيحات وركړی .
دايران دخارجه وزارت ويندوی زياته كړه دايران خارجه وزير به دغه راز هغو هيوادونو ته چې دايران پرضد پريكړه ليك ته یې مثبته رايه وركړه ليكونه واستوی او هغوې ته به ددوې دغلط اقدام په هكله دايران داسلامی جمهوريت سخت اعتراض او ګله اعلان كړی .
دايران دخارجه وزارت ويندوی دتهران داټومی ريكټر د سونګو دتامينولو په هكله وويل ايران دتهران د ريكټر سونګو ته اړتيا اټومی انرژۍ نړيوال اژانس ته اعلان كړه او اټومی اژانس هم هغه ددغو سونګو لرونكو هيوادونو ته هغه اعلان كړه خو له بده مرغه دغه موضوع دايران په ضد په يوې سياسی لوبې بدله شوی ده .
دايران دخارجه وزارت ويندوی زياته كړه داټومی سونګو دتامينولو بحث به راتلونكی كښې دټولو لپاره وی ځكه چې دفوسيلی سونګو محدود كيدا ته په پام سره ټول هيوادونه به په راتلونكی كال كښې داټومی سونګو په شمول دنوی جوړښت سونګو ته اړتيا ولری .
مهمان پرست د۲۰۱۰ ميلادی كال په مارچ مياشت كښې دروسیې لخوا دايران په جنوب كښې دبوشهر اټومی بټۍ د چلو كولو په هكله وويل دتهران او ماسكو په ورستو خبرواترو كښې هغه نیټه چې دبوشهر داټومی بټۍ دبشپړولو لپاره اعلان شوه له و ړاندې اعلان شوی نیټې سره توپير نه لری او په نیټه كښې دځڼد دليل هیڅ مشكل نه لری .
دايران دخارجه وزارت ويندوی دفارس خليج په اوبو كښې دانګلستان دپينځو ماڼوګانو دنيولو دخبر په هكله وويل په دې موضوع غور روان دی او دجزياتو په معلوميدا سره به ټول كسان خبر كړی شی .
502600
captcha