د المصطفی نړيوال پوهنتون په پیځلسمې نړيوالې قران او حديث اولمپك كې د مډغاسكر استازې ښاغلی "ادريس جوسا" د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په خبرو كې وويل چې د مډغاسكر ټول وګړی نږدې درې (3) كروړه دی چې پكښې ديرش زره وګړې مسلمانان دی او په دې هيواد كې لس قرانی مركزونه او سنټرونه او شل جوماتونه مسلمانانو ته د قران پك او نور دينې تعليم او ښودنه كې بوخت دی.
"ادريس جوسا" زياته كړه چې په دې مركزونو كې تجويد ناظره او د قران پاك حفظ كلاسونه شامل دی .
هغه زياته كړه چې د دې هيواد مسلمان خپل مذهبی كارونو او دينې پروګرامونو په تر سره كولو كې ازاد دی او زه هم پس له دينی تعليم مكمليدو خپل هيواد ته بيرته ستنیږم او د اسلام تبليغ په شورو كوم.
502241