IQNA

مډغاسكر كې د قران لس مركزونه فعاليت كوی

16:55 - December 02, 2009
د خبر لمبر: 1856693
د قرانی كارونو ډله: په مډغاسكر كې د قران لس انجمنی او شل جوماتونه مسلمانانو ته د قران پاك او نور دينی تعليم وركولو لپاره خپل فعاليت كوی.
د المصطفی نړيوال پوهنتون په پیځلسمې نړيوالې قران او حديث اولمپك كې د مډغاسكر استازې ښاغلی "ادريس جوسا" د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په خبرو كې وويل چې د مډغاسكر ټول وګړی نږدې درې (3) كروړه دی چې پكښې ديرش زره وګړې مسلمانان دی او په دې هيواد كې لس قرانی مركزونه او سنټرونه او شل جوماتونه مسلمانانو ته د قران پك او نور دينې تعليم او ښودنه كې بوخت دی.
"ادريس جوسا" زياته كړه چې په دې مركزونو كې تجويد ناظره او د قران پاك حفظ كلاسونه شامل دی .
هغه زياته كړه چې د دې هيواد مسلمان خپل مذهبی كارونو او دينې پروګرامونو په تر سره كولو كې ازاد دی او زه هم پس له دينی تعليم مكمليدو خپل هيواد ته بيرته ستنیږم او د اسلام تبليغ په شورو كوم.
502241
captcha