د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له تركی د زينبيه جومات د ويب پاڼی یې نقلوی چې پاشاه زاده د دې مطلب په بيانولو سره وويل چې د باكو عدالت دې حكم له اذربايجان مسلمانانو د ستر اختر او د غدير اختر خوشالۍ هير كړی او دا اقدام د اسلام دين او عقيدو توهين دی
هغه له مخكښې هم د باكو محكمې د فيصلی په هكله وويلې وو چې د دې جومات په ورانولو سره د مسلمانانو زړونه عمجن شوی دی
يادونه كوو چې د فاطـمه زهره جومات په ميلادی كال 1998 كې د اذربايجان په باكو ښار كې جوړ شوی ؤ او په كال 2009 كې د جوړولو ادارې د دې جومات جوړول غير قانونی وګاڼه او د دې جومات د ورانولو فيصله یې وكړه. خو سږ كال په دې حكم عمل ونه شو خو اوس بيا دا خبره رابرسيره كړې شوې ده او عدالت د ورانولو فيصلی باندې نظر ثانی حكم وركړې دی.
501970