IQNA

ملګرو ملتونو په سويزرلينډ كښې په منارو جوړولو باندې پابندی لګول ښكاره تبعيض وګاڼه

14:42 - December 05, 2009
د خبر لمبر: 1857253
نړيواله ډله: په سويزرلينډ كښې په منارو جوړولو باندې پابندی لګول د ملګرو ملتونو له خوا ښكاره تبعيض وګڼل شو او دا یې د تفرقې سبب وګاڼه.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «Associated Press» خبری اژانس یې نقلوی، د ملګرو ملتونو د انسانی حقونو مشر ناوی پيلای د سه شنبې په ورځ د ليندې د مياشتې په 10 نیټۀ په يو اعلان كښې وويل: د سويزلينډ په مجلس كښې دا كار او د دې هكله له ټولو پوښتنې كول او ووټ وركول د نورو هيوادنو د ويريدلو نښانه ده.
503293

captcha