IQNA

23:37 - December 05, 2009
د خبر لمبر: 1857324

تاجكستانی پوهاند:د ايران اسلامی جمهوريت تل د اسلامی يووالی د پراختيا لپاره ګامونه اوچت كړی دی

افتخاری خبريال/فخرالدين يوسف پور: د ايران اسلامی جمهوريت تل د اسلامی يووالی د پراختيا لپاره ډير اهم او لوړ ګامونه اخستی دی او مونږ د دغو ګامونو بايد درناوې وكړو.

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په قم كې افتخاری خبريال د يو راپور پر اساس، د المصطفی نړيوال پوهنتون په كمې(لږې) موده دورې كې ګډون كوونكی د تاجكستان ډلی مشر ښاغلی "يكاشہ كبيراف" د دې خبرې په كولو سره وويل چې دين انسان سره د خدای تعالی امانت دی او مونږ ته پكار دی چې په دې وحدت او يووالی په وسيله او د يووالی پراختيا په وسيله له دې امانته حفاظت وكړو.
هغه زياته كړه چې په يو اسلامی هيواد په عنوان په اسلامی جمهوريت ايران ډيره ذمه واری راځی چې د مسلمانانو د يووالی او وحدت لپاره هڅه وكړی.
503229
captcha