IQNA

د انسانی حقوقو نړيوالی ادارې بايد د يمن مسلمانانو مرسته وكړی

23:38 - December 05, 2009
د خبر لمبر: 1857326
افتخاری خبريال / محمد ابراہيم فلاحی: د خراسان ولايت د دينی حوزې مركز سياسی دفتر په يوې بيانی كې د يمن د ظالمانه پیښو په غندولو سره له انسانی حقوقو نړيوالو ادارو او اسلامی كانفرنس غوښتنه كړې ده چې د يمن مسلمانانو د وينې تويول د مخنيوی لپاره زر تر زره عملی اقدامات وكړی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا)د افتخاری خبريال د يو راپور پر اساس، د دينی حوزې د عمومی تعلقاتو څخه په نقل سره چې په دې بيانيی كې ليكلی شوی دی. چې د ستر اختر او د حج د عملونو په اختتام سره مسلمانان په خوشاليو كې غرق دی خو د يمن مظلوم او بی ګناه او بی وسه مسلمانان د سعودی د جنګی الوتكو د بمباريو تر لاندې شهدیږی.
په دې بيانی كې راغلی دی چې د سعودی ظالم پوځ د يمن په مختلفو سيمو خپلې ځمكينی او هوايی حملو او بريدونه سلسله جاری ساتلی دی چې لامله یې بی ګناه شيعه و كورونه وران او تباه شوی دی.
لهذا د نړۍ ټؤل انسانی حقوقو ادارو او اسلامی كانفرنس ذمه واری ده چې هغوی د دې مظلومو كسانو مرسته وكړی او د هغو په زياتی خپلې سترګې پټی نه كړی.
503290
captcha