IQNA

22:27 - December 07, 2009
د خبر لمبر: 1857582

ايت الله خامنه ای: دښمن د ايرانی ملت ته د ماتې وركولو لپاره له هرډول دسيسو كار اخيستی

سياسی ډله: د اسلامی انقلاب ستر لارښود دغدير اختر په مراسمو كې د ايران په سوله ييز اټومی پروګرام كې د صهيونيستانو او نور و هيوادونو پراخ درواغ ددغه ملت د دښمنانو ډېره بې عزتی وبلله

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت ا... خامنه يی د ايران د مختلفو پرګنو له زرګونو كسانو سره په ليدنه كې امريكا دخپل ملت ترټولو ستره او برتانيه خبيثه دښمنه وبلله او زياته یې كړه چې صهونيستان ،امريكايان او نور زور وهونكی د اسلامی امت له وېښېدلو او د ايرانی ملت له بېلګې ګرځولو يریږی او په دې لامل یې په تېرو دېرشو كلونو كې د اسلامی ايران د حكومت او ملت د ګوښه كولو لپاره ډېرې دسيسې او پلانونه جوړ كړل خو پاتې راغلل او د لوی خدای په فضل به له دې وروسته هم له ماتې سره مخ وی.
د اسلامی انقلاب مشر زياته كړه چې د نړۍ زوروهونكی چې كله پر يو ملت د بنديزونو په لګولو او پر پوځی يرغل د هغه په ګواښلو سره خپلې موخې نه شی تر لاسه كولای له هرې پلمې نه په ناوړه كاراخيستلوسره هڅه كوی چې په يو ملت كې درځ او دښمنی پيدا كړی.
د اسلامی انقلاب د ستر لارښود په وينا د استكبار سرغنې په خپل تبليغ كې وايی چې صبر او زغم یې پای ته رسېدلی خو په دې ټول پوهیږی چې هغوی هیڅ وخت هم د ايران په مقابل كې صبر نه دی كړی او په تېرو دېرشو كلونوكې یې هر وخت چې وس بر شوی، ايرانی ملت ته د ماتې وركولو لپاره یې له هرډول سياسی، اقتصادی، پوځی او تبليغاتی دسيسو كار اخيستی .
504661
captcha