د جامعةالمصطفی(ص)العالمية، مشر «حجتالاسلام و المسلمين عليرضا اعرافی»، د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې وويل: جامعةالمصطفی(ص)العالمية، چې يوه نړيواله حوزه ده او د اسلامی نړۍ د ارتباطاتو او اړيكو يو مركز دی د هغې د ټولو سياستونو محور په زده كړې او كلتوری پوهو كښې قران كريم دی.
هغه د يو پوښتنې په ځواب كښې وويل: په جامعةالمصطفی(ص)العالمية، كښې په قران كښې نوی نوی څانګې ښوولې شی او په علوم قران كښې 11 نوی څانګې پرانستې شوی دی چې په تفسير، تفسير تطبيقی، علوم قرآن، علم قراءات، او نورو محورونو كښې 20 نوی څانګې وړاندې كړی دی چې تر كارشناسۍ او دكتری پورې پكښې كار كیږی.
اعرافی وويل: په دې وخت كښې مونږ سره 1500كسان دی چې د جامعةالمصطفی(ص)العالمية، لاندې سبق وايی چې له 80 هيوادونو راغلی دی او په تيرو 5 كالو كښې تقريبا 600 پايان نامې ليكلی شوی دی.
504490