IQNA

د سری ليون په نيوورجن ورځپاڼی كې د غدير معنوی فلسفی نومی مقاله چاپ شوه

22:39 - December 07, 2009
د خبر لمبر: 1858100
د هنر او كلتوری ډله: په سری ليون كې د ايران كلتوری مركز خانه فرهنګ په كوششونو سره ددې هيواد د نيوورجن ورځ پاڼی كې د سوری ابراهيم ليكلی د غدير معنوی فلسفی نومې مقاله چاپ شوه.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ليكوال په دې مقالی كې په ځينو ځايونو كې ليكلی دی چې د غدير خطبی لاامله په ټؤلو مسلمانانو دا ذمه واری راځی چې هغوی د پيغمبر اكرم صلی الله عليه و اله وسلم دا پيغام ټولو نسلونو او ټولو قومونو نه ورسوی چې هغو هم له دې ګټه واخلی او د دنيا او اخرت نيكمرغه تر لاسه كړی.
هغه په دې مقالی كې ليكلی دی چې غدير خم اختر د اسلامی يووالی او د مشرۍ اصلی او بنيادی نكته ده او د دښمنانو په مقابلی كې د اسلامی امت او ټولنی د سلامی ضامن دی
او د غدير خم دوهم اهميت یې دا بيان كړې دی چې غديرد دين او سياست تر مينځ اړيكه پيدا كړه او مونږ ته یې دا وښودله چې د دوكې سياست د انسانی اصولو د تر پښو لاندې كولو سبب ګرځی.
504464
captcha