IQNA

افغانی عالمانو د كرزای مرستيال سره په ليدنی كې د اسلامی يووالی د حفاظت په كولو ټينګار وكړ

11:05 - December 11, 2009
د خبر لمبر: 1859310
سياسی او ټولنيزه ډله: د افغانستان د غور ولايت عالمانو په روانی ميلادی مياشتی په نهمه نیټه د افغانستان د ولسمشر حامد كرزای مرستيال سره په ليدنی كې د اسلامی يووالی د حفاظت په كولو ټينګار وكړ
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د افغانستان د څانګې د يو راپور پر اساس، د افغانستان ولسمشر د مرستيال په دفتر كې تر سره شوی دغه ليدنی كې د غور ولايت دينی عالمانو د سولی په راوستلو او اسلامی وحدت او يووالی په پراختيا لپاره د افغان حكومت د كوششونو یې د دې هيواد د خلكو د امنيت لپاره ضروری وګاڼه
د كرزای مرستيال ښاغلی جنرل قاسم فہيم هم په دې ناسته كې د افغانستان له ټؤلو عالمانو بيا په تيره د ناامن ولايتونو د عالمانو د فساد او بګړتيا او ناامنی په ضد كوشش كوونكی عالمانو قدرونه وكړه او وی ويل چې په هر وخت كې اسلامی يووالی د زمونږ او زمونږه اولاد او زوزات پانګه ده. نو بايد دې مسلی ته لومړيتوب وركړو
506106
captcha