IQNA

د فلسطين په "سليف" ولايت كښې په جمات كښې د يهوديانو په لاس د قران سپكاوې

14:33 - December 13, 2009
د خبر لمبر: 1860131
نړيواله ډله: تندو او افراطی يهوديانو پرون د ليندې د مياشتې په 20 نیټه په سليف ولايت كښې په يو جمات باندې حمله وكړه او پكښې یې قران، دينی كتابونه او مصلې وسوځولې.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) چې د بحرين د الوسط ورځپاڼې یې نقلوی، د فلسطين لوړ رتبه كسانو په دې هكله ويلی دی: د صهيونيسټی محلو ځينو تندرويه يهوديانو پرون سهار په سليف ولايت كښې په يوه جمات حمله وكړه او پكښې یې قران، دينی كتابونه او مصلې وسوځولې.
د دې پیښې ليدونكيو د دې پیښې په خلاف نعرې ولږولې او په ديوالونو یې د دې په خلاف په عبرۍ ژبه ليكنې وكړې.

د فلسطين د فتح تحريك ويندویې احمد عساف د ملګرو ملتونو له سازمانه وغوښتل چې په دې پیښه د يهوديانو په خلاف لاس په كار شی.
507218
captcha