د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی شورا مشر ښاغلی ډاكټر علی لاريجانی نن د پارلمان په غونډه كښې د ايران د كورنيو مسئلو په اړه د امريكا د ولسمشر باراك اوباما څرګندونو ته اشاره وكړه او ویې ويل د نوبل جايزی دومره ارزښت نه درلوده چی د د ايران په اړه دومره بې ځايه څرګندونی وكړئ هغه هم د لفظونو په دغه جنګ كښې چی د سياست د بدلون خبری مو كولی او ځينی ساده كسان هم په خبرو وغوليدل .
ښاغلی لاريجانی زياته كړه له يو كال په كمه موده كښې په بيلا بيلو ازمیښتونو سره د امريكا دروغجن سياستونه روښانه شول ، له يوې خوا د خبرو اترو د پيلولو لپاره د امريكايی چارواكو ليكونه او بلې خوا په درستو ځايونو او فرصتونو كښې دښمنۍ كوئ چې دا په سياستونو كښې بدلون نه دی بلكه يوه فرصت غوښتنه ده .
د ايران د اسلامی شورا مشر ډاګينه كړه د ايران د كورنيو مسئلو په اړه د اوباما وروستۍ سپكی څرګندونی او له ترهه ګرۍ په ملاتړ كښې د ايران په تورنولو كښې د امريكا د خارجه وزيری نظرونه د ايران له نفوذه د هغوئ د ويری له آمله دی چی دغه جنجالونه د ايران د پوهو خلكو لپاره هیڅ ارزښت او اهميت نلری .
لاريجانی وويل په نړيوالو ارګانونو كښې د ايران د اتومی موضوع په اړه د هغوئ ناوړه حركتونه څارو او خپل هدفونه په نورو مسئلو كښې نه شی پټولای او ظاهرا نه غواړی چی ايران د اتومی انرژۍ د نړيوال اژانس په چوكاټ كښې خپلو فعاليتونو ته دوام وركړی .
507995