IQNA

لاريجانی: د پارليمانونو اتحاديه يو فعال او اغيزمن اورګان دی

14:00 - December 20, 2009
د خبر لمبر: 1863687
سياسی او ټؤلنيزه ډله: د ايران د اسلامی شورا مشر ډاكټرعلی لاريجانی ووئيل د پارليمانونونړيواله اتحاديه يوه اغيز شيندونكی اتحاديه ده چې د فلسطين په غزې تړانګې كې د نسل ختمونې د غميزې په څير په وروستيو كلونو او ځانګړو شرائطو كې ئې اوڅاره فعاليت درلودلی دی
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی شورا مشر ډاكټرعلی لاريجانی ووئيل د پارليمانونونړيواله اتحاديه يوه اغيز شيندونكی اتحاديه ده چې د فلسطين په غزې تړانګې كې د نسل ختمونې د غميزې په څير په وروستيو كلونو او ځانګړو شرائطو كې ئې اوڅاره فعاليت درلودلی دی .
هغه چې نن د مصر په قاهرې كې د پارليمانونو د اتحادئې په غونډې كې د ګډون لپاره دغه هيواد ته لاړ ،پهّ تهران كې له تلو مخكې ووئيل نوموړی اتحادیې تل په روښانه دریځونو سره د سيمې په پیښوكې اغيز شيندونكی رول درلودلی دی .
لاريجانی ددې خبرې په كولو سره چې په وروستيو مياشتو كې د اسلامی هيوادونو د پارليمانونو د اتحادئې په اساس نامې كې د بدلون لپاره د كارپيژندنې بحثونه شو ی ډی وويل ، بايد ددغې اتحادئې پهّ اساس نامې كې يو لړ بدلونونه وشی چې نوموړی موضوع به په مصر كې د دغې اتحادئې په كيدونكی ناستې كې تعقيب شی . د اساس نامې د بدلون په باب د پارليمانونو د مشرانو په تير كال غونډې كې چې په قاهرې كې جوړه شوې وه يوه كمیټه جوړه شوه چې د مشری ئې د مصر په غاړه او په غړو هيوادونو كې ئې هم ايران ، مصر ،تركيه ،كويت نيجريه ، آذربايجان جمهوريت ، او يوګينډه شامل دی او دغه نننۍ او سبانۍ كيدونكی غونډه هم په همدې هكله كیږی . د ايران د اسلامی شورا مشر نيت لری د نوموړی غونډې تر څنګ د مصر له لوړ پوړو مشرانو او خپل همڅنګ سره د سيمه ايزو مسئلو په باب هم وغږیږی .
511890
captcha