IQNA

په تركې كې د "حافظ حسن كاآن" نومې قرانی سنټر افتتاح وشوه

17:44 - December 21, 2009
د خبر لمبر: 1864334
نړيواله ډله: د روان ميلادی كال د دسمبر د مياشتی په اتلسمه نیټه د تركی په وقف كبير " (Vakfikebir) ښار كې د "حافظ حسن كاآن" نومی قرانی سنټر افتتاح وشوه
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له "CIHAN" یې نقلوی د دې قرانی سنټر په افتتاحی مراسمو كې د تركی مذهبی چارو وزير "علی بارداك اوغلو" د تركی د ترابزون ولايت مفتی ښاغلی "ويسل چاكی" او د وقف كبير ښار خكلو په زيات شمير سره ګډون وكړ
ښاغلی "ويسل چاكی" د دې قرانی سنټر د افتتاحی مراسمو ته په خطاب كې وويل چې قرانی كلاسونه هغو خكلو لپاره ډير ګټه ور دی كوم خلك چې خپل ځان ته د فطرت سره سمون وركول غواړی.
هغه زياته كړه چې د تركی په ترابزون ولايت كې اوس نږدې 190 قرانی كلاسونه موجود دی په ميلادی كال 2009ء او 2010ء په ښوونيز كلونو كې په دې ولايت كې نږدې 1500 كسانو د قران پاك حفظ او پينځ زره كسان د قران پاك د قرائت په زده كولو كې بوخت دی
د تركی مذهبی چارو وزير هم په خپلې وينا كې قران پاك یې د ژوند او انسانيت لپاره د هدايت لارښونی كتاب وباله
511553
captcha